سیاست

جمهور رئیس غني: ترکمنستان د افغانستان له مهمو اقتصادي شریکانو څخه دی

-کابل باختر د زمري شپږمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د ترکمنستان د وزیرانو شورا د مرستیال او د بهرنیو چارو د وزیر رشید مردوف په مشرۍ د دغه هېواد له پلاوي سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، د ترکمنستان هېواد پلاوي لومړی د دغه هېواد د جمهور رئیس قربان قلي بردي محمدوف سلامونه او ښيې هیلې جمهور رئیس غني ته ورسولې.
جمهوررئیس محمد اشرف غني وویل چې په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته د ترکمنستان د جمهور رئیس سفر ته سترګې په لاره دی.
جمهور رئیس غني زیاته کړه چې موږ له ترکمنستان سره د دوامدارو همکاریو غوښتوونکي یو او غواړو چې افغانستان ته د ترکمنستان د جمهور رئیس د کېدونکي سفر په جریان کې د برېښنا د لېږد، د افغانستان، ترکمنستان او ایران ترمنځ د ګډې اوسپنې پټلۍ د پروژې او همدا راز د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان ترمنځ د ګډې اوسپنې پټلۍ او همدا راز د بیخ بنسټیزو، اقتصادي، د برېښنا انرژۍ، نفت او ګازو په برخو کې د همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړو.
جمهور رئیس محمد اشرف غني دې ته په اشارې سره چې د هېواد د شمال په سیمو کې نا امنۍ د سترو اقتصادي پروژو د کاري بهیر د پرمخ بیولو د سستوالي سبب کېږي، وویل چې افغانستان یو لړ جدي اقدامات ترلاس لاندي نیولي دي ترڅو په  ټول افغانستان، په ځانګړي ډول د هېواد د شمال په سیمو کې امنیت ښه والی ومومي.
جمهور رئیس غني په دې باندې په ټینګار سره چې ترکمنستان د افغانستان له مهمو اقتصادي شریکانو څخه دی، وویل چې د شانګهاي د همکاریو د سازمان او د بریکس په ناستوکې چې د روسیې د اوفای په ښار کې تر سره شوې، د افغانستان، هند او ترکمنستان ترمنځ موافقه وشوه چې د دغو هېوادونو ترمنځ دې د ګازو د پایپ لاین د تمدید کار پیل شي. جمهور رئیس غني څرګنده کړه چې غواړي دغه موضوع افغانستان ته د ترکمنستان د جمهور رئیس د سفر په بهير کې له هغه سره نهایي کړي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني وویل چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د هرات ولایت په یوې ترانزیتې سیمې بدل شي او افغانستان به د آذربایجان، ترکمنستان او د ترکیې هېوادونو له لارې د خزر سیند ته لاره پیدا کړي.
په دې کتنه کې ښاغلي رشید مردوف وویل چې افغانستان د ترکمنستان دوست او نږدې ګاونډی هېواد دی او هېواد یې د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوي.
د ترکمنستان هېواد پلاوي په دې باندې په ټینګار سره چې د افغانستان ستونزه داخلي، سیمه ایز او نړیوال اړخونه لري، وویل چې د افغانستان د جمهور رئیس د دغه دریځ چې تروریستان د افغانستان او سیمې د امنیت د له منځه وړلو لپاره دغه هېواد ته داخلیږي، ملاتړ کوو.
دغه پلاوي څرګنده کړه چې ترکمنستان په نړیوالو بحثونو کې تل په دې ټینګار کړی دی چې د ترهګرۍ او نشه یي توکو ستونزه یوازې په افغانستان پورې نه اړوندیږي، د سیمې او نړۍ هېوادونه باید له دغو پدیدو سره  د مبارزې لپاره له یو بل سره همکاري وکړي.
په دې کتنه کې د کانونواوپتروليم، فواید عامې، او انرژۍ او اوبو وزیرانو او د چارو د ادارې  لوی رئیس هم حضور درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته