امنیت

دبهسودو ديني عالمانو دحکومت دسولې دبهير ملاتړ وکړ .

کابل باختر د چنګاښ  ديارلسمه :
د ننګرهار ولايت دبهسودو ولسوالۍ  سلګونو ديني عالمانو له وسله والو طالبانوسره   دحکومت  دسولې دبهير  ملاتړ وکړ .
  دغو عالمانو په يوه غونډه کې له حکومت او له طالبانو ډلې  څخه وغوښتل چې  ديو بل اوربند او په هېوادکې سراسري سولې ته درسيدو په خاطر مستقيمې خبرې اترې ومني .
دننګرهار ولايت دبهسودو ولسوالۍ يو ديني عالم او قومي مشر  ملک حاجي فيض الله عمر په دې غونډه کې وويل:  موږ  دهېواد د ختيځو ولايتونو قومي مشرانو او ديني عالمان   له دې وروسته  هلې ځلې کوو . چې په ختيځ کې په خپلو سيمو کې  لومړى  سراسري سوله  تامين کړو .  چې  له دغو سيمو څخه په هېواد کې سوله پراخه شي .
ده  له طالبانو څخه وغوښتل  چې له جګړې څخه لاس واخلي او  سوله ومني .
په دې غونډه کې برخه والو قومي مشرانو او ديني عالمانو له حکومت څخه هم وغوښتل  چې  له طالبانو سره  دمخامخو خبرو زمينه برابره کړي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته