ورزش

دکورنيو چارو وزارت په ورزشي ټولنه کې دپارکو ورزشي آمريت جوړ شو.

کابل- باختر د مرغومي دمياشتې ٨
دکورنيو چارو وزارت ورزشي ټولنې نن ددغې ټولنې په چوکاټ کې دپارکو ورزشي آمريت پرانست.
دالمپيک دملي کميټې دخپرونو مسوول منورشاه شهزاد باختر آژانس ته وويل : دغه ورزشي آمريت دالمپيک دملي کميټې په همکارۍ جوړ شو .
شهزاد زياته کړه : دپارکو ورزش دجمناستيک يوه څانګه ده چې له يو ديوال څخه بل ديوال ته د ټوپ وهلو او ديوال ته دختلو په بڼه ده.
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت دالمپيک په ملي کميټه کې جوړه شوې وه دکورنيو چارو وزارت دورزشي ټولنې رييس خوشحال سرورى ، دالمپيک دملي کميټې فني او مسلکي مرستيال فردين ضيايي او يو شمير ورزشکارانو برخه اخيستې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته