امنیت

په کابل کې دځانمرګي بريد له امله ١٢ تنه شهيدان شول

کابل باختر دليندى شلمه : دکابل ولايت دپغمان ولسوالۍ په مربوطاتو کې نن سهار د ځانمرګي بريد له امله دولس تنه شهيدان او شپږ تنه نور ټپيان شول . دکورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش دباختراژانس خبريال ته وويل چې نن سهار په نهو بجو اوشلو دقيقو دکابل ولايت دپغمان ولسوالۍ دقلعه حيدر خان په ساحه کې يوځانمرګى بريد وشو چې په پايله کې يې دڅلورو تنو پوځيانو او داتو تنوملکي وګړو په ګډون دولس تنه شهيدان او شپږ تنه نور ټپيان شول دانش زياته کړه تراوسه پورې معلومه نه ده چې دځانمرګي بريد موخه څه وه او قربانيان څوک وو څيړنې پيل شوي دي خو عيني شاهدان وايي چې دځانمرګي بريد ګر موخه هغه پوځي وسايط و چې له ساحې څخه دتيريدوپه حال کې و ويل شوي دي چې په دې پيښه کې پوځيانو اوملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده ختم- عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته