ټولنه

له جګړې ځپلو کورنيو سره مرسته .

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٧
په لغمان ولايت کې په ٥٥ مصيبت ځپلو کورنيو نن خوراکي توکي او لګښتي مالونه وويشل شول.
دلغمان والي عبدالجبار نعيمي د باختر آژانس خبريال ته وويل په هغو پنځه پنځوس کورنيو چې دلغمان ولايت په مرکز او ولسواليو کې دنا امنيو له امله زيانمنې شوې دي د کار ، ټولنيزو چارو ،شهيدانو او معلولينو رياست دهلوځلو له امله د څه دپاسه يو مليون افغانيو په ارزښت خوراکي او لګښتي مالونه وويشل شول.
ده زياته کړه په دغو مرستو کې وريجې ، لوبيا ،غوړي او نورلګښتي مالونه شته چې دوه ديرش قلمه کيږي په دغو کورنيو وويشل شوې .
دلغمان دوالي مرستيال له مرستندويو موسسو څخه وغوښتل چې له زيانمنو شويو کورنيو سره زياتې مرستې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته