امنیت

په فارياب کې دجمهوري رياست دلومړي مرستيال دترور لپاره دطالبانو ناکام بريد .

کابل باختر د وږي  دريمه :
په فارياب  ولايت کې دجمهوري رياست دلومړي مرستيال   ستر جنرال عبدالرشيد دوستم دترور لپاره دطالبانو دډلې طرحه ناکامه شوه .
پوځيانو ددغه ناوړه قصد په اړوند درې تنه ځانمرګي يرغلګر نيولي دي .
دغه يرغلګر له ځانمرګو  واسګټونو سره يې مخکې له دې چې ځان ستر جنرال دوستم ته ورسوي دپوځيانوله خوا په قيصار  ولسوالۍ کې ونيول شول .
دجمهور رييس  لومړي مرستيال دتروريزم  پرخلاف دجګړې درهبرۍ  لپاره په فارياب ولايت کې دى .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال ته يوه نږدې امنيتي خبرځاى دباختراژانس خبريال ته وويل: پوځيانوله څلورو تنو ځانمرګو يرغلګرو څخه درې تنه يې ونيول او څلورم يې په تيښتې بريالى شوى دى .
  ده وويل دغه کسانو نيت درلود  چې سترجنرال عبدالرشيد دوستم دځانمرګو بريدونوپه ترسره کولو سره ترور کړي .
دجمهوري رياست په لومړي مرستيال بريد په داسې حال کې ناکام کړى شو چې ده يوځل بيا دپاکستان داستخباراتو په سازمان اي اس اي په افغانستان کې ددغه هيواد دخلکو او دولت پرخلاف د جګړې درهبرۍ تور ولګاوه .
جنرال دوستم  چې دفارياب په جګړو کې دپاکستان داستخباراتو دسازمان ديوه جنرال دوژل کيدو دڅرنګوالي په باب خبريالانو ته څرګندونې کولې خبر دارى ورکړ چې داي اس اي جنرالان به دافغانستان په شمال کې وځپي .
دافغانستان په شمال کې دتروريستي ډلو دشتون او فعاليت له زياتوالي وروسته دجمهوري رياست لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم دهيواددشمال يوه ولايت فارياب ته  سفر وکړ او ددغو تروريستي ډلو پرخلاف دپوځي عملياتو رهبري يې په غاړه واخسته .
دپوځيانو ددغو عملياتوپه بهير کې  په ځانګړي توګه په فارياب ولايت کې دسر درانده زيانونه واوښتل او ددغه ولايت دالمار او قيصار  دولسواليو زياتې برخې ددغو تروريستي ډلو دافرادو له شتون څخه پاکې شوې .
همدااوس يواځې دفارياب ولايت دغورماچ ولسوالۍ دتروريستي ډلو دشتون او فعاليت ډګر دى .
جنرال دوستم دغې ولسوالۍ ته په خپل سفر سره دتروريزم  پرضد عمليات پراخ کړل .
له هغه وخت څخه چې جنرال دوستم فارياب ته تللى دى او دتروريزم پرضد دعملياتو رهبري يې په غاړه اخستې ده تراوسه پورې څلور ځلې دده دترور طرحه شنډه او ناکامه شوې ده .
دافغانستان پوځي مقامات وايي چې دپاکستان داستخباراتو  سازمان اي اس اي جنرال دوستم په هيواد دخپلو ګټو په وړاندې سترخنډ بولي او له دې امله مذبوحانه  هلې ځلې کوي چې هغه ترور کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته