ټولنه

په پکتيکا کې د ښوونې بهيربه کړندی شي

کابل باختر د کب دمياشتې څلورمه
د افغانستان د پوهنې وزارت په پلان کې لري څو په دغه ولایت کې د پوهنې بهیر ښه کړي او شته ستونزو ته د حل لارې پیدا کړي.
د پوهنې وزارت د عمومي تعلیماتو معین محمد ابراهیم شنیواری وایي چې دغه وزارت د پکتیکا ولايت اوږد مهال پلان په نظرکې لري چې له مخې به یې د دغه ولایت د نفوسو په تناسب ښوونځي جوړ شي.
ده زياته کړه چې په دغه ولايت کې به ټولو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شي او هم به د ښوونکو د کمښت او مسلکي توب ستونزآواره شي.
شینواری دغه راز وایي، دوی په پام کې لري چې هغه پکتیکا وال ځوانان او نجونې چې له زده کړو بې برخې شوې او عمرونه یې زیات دي، د چټکو زده کړو زمینه برابره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته