امنیت

دوو مياشتو کې په بهيرکې٢٠٠ تنه دجنايي جرمونوپه تور نيول شوي دي

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٨نيټه :                                                        دتيرو دوو مياشتوپه بهيرکې په هرات ولايت کې ٢٠٠ تنه دبېلابېلو جنايي جرمونو په تور دپوليسو له خوا نيول شوي دي .
دهرات  پوليس  په جديت اوهلوځلو سره بريالي شوي دي د دغو مشکوکوکسانو په نيولو سره په هرات کې  ښه امنيت تامين کړي .
  دغه راز په دې موده کې دوه تنه دانسان تښتوونکو له منګولو څخه ژغورل شوي دي او ددغو پيښو په اړوند درې تنه انسان تښتوونکي وژل شوي  يو تن نيول شوى  او دهغوى دوه ميله وسلې  دپوليسو لاس ته ورغلي دي .                            دهرات پوليس بريالي شوي دي  د ځانګړو  پروګرامونو په  تر  سره کولو او دمسلکي عملياتو په ترسره کولو سره پنځوس تنه وسله وال غله په   ډيره لږه     موده کې  ونيسي .
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته