ټولنه

په تخارکې یو زرو ۶۰۰ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې

کابلباختر د وري د مياشتې۲۴مه د تخار ولایت د هزار سموچ په ولسوالۍ کې یو زرو شپږ سوه کورنیو له برېښنا څخه برخمنې شوې . د تخار والي عبدالحق شفق د باختر آژانس خبریال ته وویل چې په دې ولسوالۍ کې د دغې شبکې تمدید د تخار ولایت د برېښنا ریاست، د سیمې د خلکو د مشارکت او دغه راز د مرستندویو بنسټونو د ملاټر او فعالیتونو له امله شوی دی. ده د تخار له برېښنا شرکت څخه په مننې سره وویل چې د تخار خلک په نږدې راتلوونکي به د برېښنا رسولو په برخه کې د زیاتو پروژو د تطبیق شاهدان وي. ویل کېږي له تالقانو څخه د هزار سموچ تر ولسولۍ پورې د برېښنا د مزي د غزولو لګښت ۱۲۴ میلیونه افغانۍ کېږي چې د آلمان هېواد د مختیایي بانک له خوا به په څوارلسو میاشتو کې ورکړل شي. پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته