امنیت

د ملي اردو پنځه تنه سرتيري شهيدان شول

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٨
دملي اردو پنځه تنه سرتيري د دندو په بهيرکې شهيدان شول .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: د ملي اردو پنځه تنه سرتيري د امنيتي دندو د ترسره کولو په بهيرکې د ماينونو د چاودنې له امله شهيدان شول .
ويل شوي دي چې دغه سرتيري په بېلابېلو پيښوکې شهيدان شوي دي .
دملي دفاع وزارت د دغو سرتيرو شهادت تاييدکړ خو د پيښې سيمه يې نه ده مشخصه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي اردوځواکونو د وسايطو ضد ١١٨ ماينونه د هيواد په بېلابېلو سيموکې کشف او شنډکړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته