امنیت

په لوګر کې پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

پل  علم باختردکب دمياشتې٢٦ نيټه :
تيره شپه د لوګرولايت  په بره کې برک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د ډلې ديوه سرګروپ په  ګډون پنځه تنه وسله وال طالبان  ووژل شول.
د لوګرد والي وياند سليم صالح باخترآژانس ته وويل ؛ دغه وسله وال طالبان  د دغه ولايت دبره کي برک ولسوالۍ په شاه مزار کلي کې ووژل شول.
په وژل شويو کسانو کې د وسله والو طالبانو د ډلې يو سرګروپ   په عثمان مشهور ذبيح الله  هم شامل دى.
صالح  وويل ؛  امنيتي منسوبانو نن سهار يو ماين چې د وسله والو ډاراچوونکوله  خوا د بره کي برک ولسوالۍ په  لويه لاره کې ځاى پرځاى کړاى شوي و،کشف اوشنډکړ. پاى ذکرالله  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته