کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٩ :
د کندز ولايت د چاردرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دولتي ځواکونو په هوايي بريد کې ١٥ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٥ تنه نوريې ټپيان شول.
په کندز ولايت کې د ملي اردو د دويمې لوا دمطبوعاتو مسوول جګړن غلام حضرت کريمي نن باختر آژانس ته وويل: په هغو عملياتوکې چې تېره شپه د هېواد د هوايي ځواکونوله خوا د چاردرې ولسوالۍ د ارباب هاشم او نوآباد په ساحوکې ترسره شول؛ پنځلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او پنځه تنه نوريې ټپيان شول.
خبرځاى وويل: په دغو عملياتوکې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
د غلام حضرت د څرګندونوله مخې: د دغه ولايت په نورو سيموکې عمليات په برياليتوب سره دوام لري او طالبان د سر د زيانونو په زغملو سره تر خپل کنترول لاندې ساحې له لاسه ورکوي .
خبرځاى دغه راز وويل چې دغه پوځي عمليات د وسله والو طالبانو له شتون څخه په بشپړه توګه د کندز ولايت د ټولو سيمو تر پاکولو پورې دوام لري .
0 1 دقیقه لوستل