امنیت

په بلچراغ کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو تن بل ونيول شو

کابل باختر دزمري يو ديرشمه :
اته تنه  وسله وال طالبان په فارياب ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول .
دفارياب ولايت  دامنيې قوماندانۍ وياند جاويد بيدار باختراژانس ته وويل چې دغه جګړه تيره شپه دفارياب ولايت دبلچراغ ولسوالۍ په نيشروزي کلي کې ونښته  چې  له امله يې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوتن بل طالب دامنيتي ځواکونوله خوا ونيول شو .
يوه اړونده خبرځاى وويل دوسله والو طالبانو پنځه کلاشينکوفونه او يوتوغندى ويشتونکى هم دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي .
ختم- عطالله  +_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته