امنیت

په قندهار کې امنيتي ځواکونو د لوی اختر د رارسېدو په خاطر د بشپړ امنيت ډاډ ورکړی

قندهار باختر د وږي د میاشتې ۶ مه
د قندهار د ولايتي ادارې مسوولين او امنيتي چارواکي وايي چې د لوی اختر د رارسېدو په موخه يې بشپړ چمتوالی نيولی دی او خلک کولای شي چې په ارامه فضا کې خپلې خوښۍ ونمانځي.
د قندهار د شاه بازار، هرات بازار او چهارسو له څو تنو پلورونکو سره د باختر اژانس خبريال د دوی د کاروبار په اړه خبري کړي دي؛ هغوئ وايي، که څه هم دتوکو پلورل يې ښې دي، خو هغه ډول نه دي، چې څو کلونه وړاندې وو.
دوی وايي چې د اختر په شپو ورځو کې يې په لاس جوړې شوې د خامک غاړې ډېرې پلورل کيږي.
دوی زیاتوي چې په دغه ولايت کې د اخترونو مېلې او د خلکو خوښۍ ځکه رنګيني دي، چې امنيتي ځواکونو د پوره امنيت ډاډ ورکړی او خلک هم په ډاډه زړه مېلې کوي.
د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر پاسوال رحمت الله اطرافي باختر اژانس سره په خبرو کې وویل چې ټولو امنيتي ارګانونو په ګډه د اختر لپاره ځانګړی امنيتي پلان جوړ کړی.
اطرافي زياتوي، چي د مېلو ځايونو امنيت ډاډمن دی، سرتېري د ښار او ولسواليو په بېلا بېلو برخو کي په دندو ګمارل شوي دي او خلک کولای شي چې په ډاډه زړه مېلې وکړي او له خپلو دوستانو سره د اختر خوښۍ ونمانځي.
په قندهار کې د اختر تر څلورمې ورځې وروسته بيا ميرمنې د اختر مېلې راپېلوي؛ د خپلو دوستانو کره ځي او په ځينو مېلو ځايونو کې تفريح کوي.
د مېرمنو لپاره د تفريح ځانګړي ځايونه نه دي معلوم، خو د بابا صاحب زيارت تر څنګ د عينو مېنې په پارکونو او ځينو نورو ورته ځايونو کې د اختر مېلې په ګډه سره نمانځي.
د قندهار د ښځو چارو رېيسې رقيه اڅګزى د اختر پر پخوانيو او اوسنيو دودونو راسره غږېدلې ده؛ هغه وايي، چې په اوسني وخت کې تر اندازې زيات لګښت کيږي، چې دغه کار بايد ونه شي.
د اڅګزۍ په خبره کلونه وړاندې، چې دوی اخترونه نمانځل داسې نه وه؛ يوه جوړه کالي به يې کول او د اختر لپاره به يې يوه اندازه وچه مېوه اخیستله؛ خو نوموړې يې اوسني حالت حيرانه کړې ده.
ديادونې وړده چې د قندهار ولایت لسګونه مېلې ځايونه لري، چې له هغه جملې څخه د باباصاحب زيارت، دهله، عينو مېنه، سربند، ارغنداب، ابراهيم خليفه بابا، د شاه آغا زيارت او چهل زينې ډېر شهرت لري.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته