-کابل باختر دوږي شپاړلسمه :
دنجونو ورزشکارانو په ګډون پرون په باميانو ولايت کې د بايسکل ځغلونې سيالي وشوه .
دباختر اژانس دخبرله مخې ، دباميانو _ امير بند په تګلوري کې دبايسکل ځغلونې په سيالۍ کې پنځلسو تنو ورزشکارو نجونو دپنځو کيلومترو په اوږدوالي بايسکل وځغلاوه .
په دې سيالۍ کې په ترتيب سره ريحانې ، شکيبا او صديقې لومړى ، دويم او دريم مقامونه وګټل او دبرياليتوب کپونه ورته ورکړى شول .
دغه سيالي د وريښمو له لارې دنهم جشن په وياړ دباميانو ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست له خوا دافغان پيوستون موسسې اود نشه يي توکو پرخلاف دمبارزې دادارې په همکارى ترسره شوه .
0 د یوې دقیقې څخه لږ