فرهنګ

وزارتونه او دولتي ادارې دې بايدخپل تاريخي سندونه ملي آرشيف ته وسپاري

کابل باختر د کب  څليرويشتمه :
د ملي آرشيف رييسې له وزارتونو او دولتي اداروڅخه وغوښتل: که چيرې تاريخي سندونه په واک کې لري؛ هغه دې د ساتنې په خاطر ملي آرشيف ته وسپاري.
دملي آرشيف رييسې معصومې نظري د باخترآژانس خبريال ته وويل: يو شمېر وزارتونه او دولتي ادارې د هيواد داسې تاريخي سندونه په واک کې لري چې څه د پاسه څلويښت کاله مخکې او آن د شاه امان الله خان په دورې پورې اړه لري چې له يوې خوا ښايي په سمه توګه او د آرشيف له معيارونوسره سم دغه سندونه ونه ساتل شي او له بله پلوه به په آسانى سره د مينه والو په واک کې  ورنه کړاى شي.
ده د وزارتونو او د نورو دولتي ادارو له چارواکو څخه وغوښتل: که چيرې تاريخي سندونه په واک کې لري؛ د ساتنې لپاره دې ملي آرشيف ته وسپاري. په دې خاطر چې هغه په معياري ډول په ملي آرشيف کې وساتل شي او هم په آسانى سره د څيړونکو، د پوهنتونونو د استادانو او محصلانو او د نورومينه والو په واک کې ورکړاى شي .
دملي آرشيف رييسې زياته کړه: په ملي آرشيف کې په دوو برخوکې آثار ساتل کيږي چې په لومړۍ برخه کې يې نږدې نهه زره خطي نسخې او په لاس ليکل شوي قرآن عظيم الشان، د اشعارو ديوانونه، د ادبياتو، شرعياتو او آن په طبي برخوکې کتابونه موجود دي او ډير لرغوني يې په دويمې هجري قمري پيړۍ پورې اړوند په کوفي خط قرآن عظيم الشان دى.
دغه راز په دې برخه کې په ٩٠١هجري قمري کال پورې اړوند د سلطان حسين بايقرا د دورې سندونه او د عبدالرحمن خان، حبيب الله خان او د امان الله خان د دورې سندونه هم شامل دي .
دغه ر از په دويمه برخه کې نږدې يوسلو اتيا زره تاريخي سندونه شته چې فرمانونه، قبالې، عکسونه، ډول ډول البومونه،  نخچې او سندونه شامل دي چې د اړتيا په صورت کې د سندونو کاپي يا اسکن د مينه والو په واک کې ورکول کيږي.
نظري زياته کړه چې د دغو آثارو دکتنې لپاره په ملي آرشيف کې د خطي نسخو د آثارو د سالون او د تاريخي سندونو د آثارو د سالون په نامه دوه سالونونه د رخصتيو  له ورځو پرته د مينه والو پرمخ پرانستي دي.
دملي آرشيف رييسې د هغو پروګرامونو په اړوندچې د نوروز د نړيوال جشن په مناسبت چې کوربه توب يې په  ١٣٩٣ کال کې د افغانستان په غاړه دى؛ معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې د نورز دجشن په مناسبت د خطي نسخو نندارتون جوړه وو چې په هغه کې د ادبياتو په برخه کې په لاس ليکل شوي کتاپونه نندارې ته وړاندې کيږي چې د حافظ بيدل او د سعدي شعرونه او يوشمېر نور ادبي آثار پکې شامل دي.
دې زياته کړه چې د خطاطى او د ښکلې ليکلو نندارتون هم د ملي آرشيف له خواپرانستل کيږي چې په هغه کې د هيواد د يو تن تګړه هنرمند د خطاطي آثار نندارې ته وړاندې کيږي چې خپل آثار يې پخوا ملي آرشيف ته سپارلي دي .
نظري زياته کړه چې د نوروز د جشن په مناسبت ( ملک:  د ملي آرشياف د خطي قطعې منتخب) په نامه يوکتاب هم چاپوو او پرانيزو چې د افغانستان د ښکلو خطونو د ليکوالو ټولنې په همکارۍ برابر شوى  دى.
دې زياته کړه چې دغه کتاب څه دپاسه يوسلو څلويښت مخونه اوپنځه اتيا قطعې خطونه لري چې د ملي آرشيف له آثاروڅخه انتخاب شوى دى.
دملي آرشيف رييسې معصومې نظري په دغې ادارې کې يو لړ ستونزې او نيمګړتياوې په ګوته کړې اوڅرګنده يې کړه چې د آرشيف د فني وسايلو او تجهيزاتو او د آرشيف د خاص ستندرد د اور وژنې ضد سيستم، امنيتي کمرو او د مکروب وژنې دستګاه نشتوالى، د ملي آرشيف د آثارو د سندونو د هنري ترميم لپاره د وسايلو نشتوالى او آن دمسلکي کسانو او د تاريخي آثارو د ساتنې لپاره د مخزن  نشتوالى د ملي آرشيف اساسي ستونزې دي .
دې دملي آرشيف د ځينو ستونزو دلرې کولو په مقصد د ملي او نړيوالو موسسو د همکاريو دجلبولو په خاطر هم د هلوځلو يادونه وکړه او ويې ويل چې دملي آرشيف د حالت د ښه والي په خاطر د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په همکارۍ يو لړ اقدامات شوي دي او نورو زياتو هلوځلو ته هم اړتيا ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته