امنیت

دملي امنيت منسوبينو شپږتنه دتروريستي فعاليتونو په تور ونيول

کابل باختر- دوږى ٧:
شپږتنه په کابل ښارکې دتروريستي فعاليتونو په تور ونيول شول.
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو له خلکو سره په نږدې همکارى کې دخاصو عمليات په ترڅ کې شپږتنه دتروريستي فعاليتونو په تور ونيول.
دغه شپږتنه دکابل ولايت دشکردرې ولسوالۍ اصلى اوسيدونکى محمدولى،دپنجشيرولايت اصلى اوسيدونکى او دکابل ښار د اتمې ناحيې اوسنۍ اوسيدونکى  زبور،دپنجشير ولايت اصلى اوسيدونکى اود کابل ښار دپنځمې ناحيې اوسنۍ اوسيدونکى عبدالجبار،دپنجشير ولايت اصلي اوسيدونکى او دکابل ښار داتمې ناحيې اوسنۍ اوسيدونکى معروف او دپنجشير ولايت اصلي اوسيدونکى او دکابل ښار ديوولسمې ناحيې اوسنۍ اوسيدونکى خيرمحمد له يوې زياتې اندازې  پتاشيم کلورايد ډوله چاوديدونکو توکو او له يوې اندازه زياتې دچاودونکو  وسايلو سره چې په  زيات مهارت سره  دجامو  مينځلو په ماشين  ، پړستنو ، بالښتونو ، توشکو ، د پخلنځي په وسايلو او دګازو په ډبيو  کې ځاى پرځاى کړي وو او له پاکستان څخه يې وارد کړي وو او دکابل  ښار داتمې ناحيې  په مربوطاتو کې په يو سراى کې پټ کړي وو چې غوښتل يې په کابل ښار او پروان ولايت کې تروريستي او ځانمرګې بريدونه ترسره کړي چې دعمل له ترسره کيدو مخکې ونيول شول .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته