اقتصاد

اروپا ته د لارجوردو له لارې د افغانستان صادرات بند کړاى شول

کابل/دمرغومي۱۶مه/باختر
اروپا ته د لاجوردو له لارې د افغانستان د کورني محصولاتو صادرات بند کړاى شول.
د دغه بنديز اساسي دليل د دغې لارې په تګلوري کې د پرتو هېوادونو له خوا افغان سوداګرو ته د ويزې نه صادرول بلل شوي دي.   
د لاجوردو له لارې د افغانستان کورني محصولات د هېواد په شمال او لوېديځ کې له د آقينې او تورغندي بندرونو څخه اروپا ته لېږدول کېدل.
دغه لاره له ترکمنستان، آذربايجان او ګرجستان هېوادونو له ترکيې څخه په تېرېدو سره افغانستان له آزادو اوبو سره نښلوي.
افغان سوداګر اروپا ته د افغاني محصولاتو د صادرولو لپاره د لاجوردو لارې په تګلوري کې د پرتو هېوادونو ويزې ته اړتيا لري .
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي چې د لاجوردو لارې په تګلوري کې يوشمېر پراته هېوادونه افغاني سوداګرو ته ويزه نه ورکوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونو مرستيال خانجان الکوزي باختر آژانس ته وويل چې دوى په وار وار د سوداګرو ستونزې د افغانستان له حکومت سره طرحه کړې دي چې تراوسه د دغې ستونزې د لرې کولو لپاره عملي اقدام نه دى شوى.                           د ويزې د ستونزو ترڅنګ سوداګر بايد د افغانستان محصولات اروپا ته تر رسېدو پورې د لاجوردو لارې په تګلوري کې په ټڼولو هېوادونوکې ګمرکي محصول کړي،  هغه کار چې سخت او زيات وخت نيونکى بلل شوى دى.
په همدې حال کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت چارواکي وايي چې اروپا ته د هېواد د کورنيو محصولاتو د صادراتو د بيا پيل کېدو لپاره هلې ځلې پيل شوې دي.
دغه وزارت وايي چې افغاني سوداګرو ته د ويزې د ورکولو او دغه راز د ګمرکي ستونزو د حل لپاره ټاکل شوې ده د لاجوردو لارې د تګلوري له ټولو هېوادونو سره  تجارتي تفاهم ليکونه لاسليک  کړي.
افغانستان چې په وچې پورې تړلى دى؛ اروپا ته د خپلو محصولاتو د صادرولو لپاره  د لاجوردو لاره ډېره نږدې، ساده او کم مصرفه لاره بولي.
د لاجوردو دلارې له پرانيستلو څخه يو کال تېرېږي.
افغانستان د لاجوردو له لارې زياتره زراعتي محصولات لکه کنجد، پومبه، وچه ميوه   او معدني توکي منځنۍ آسيا او اروپا ته صادروي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته