سیاست

په کابل کې دفرانسې سفير له محمدکريم خليلي سره دمخه ښې کتنه وکړه .

کابل باختر د ثور لومړي :
په کابل کې دفرانسې جمهوريت سفير نن له غرمې وروسته دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس له مرستيال محمد کريم خليلي سره دمخه ښې کتنه وکړه .  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ، په دې کتنه کې دفرانسې جمهوريت  سفير له  ٢٠١٤ کال وروسته دافغانستان له دولت او ملت سره د خپل هيواد دهمکاريو ددوام ډاډ ورکړ او ددواړو هيوادونو ترمنځ يې ددوه اړخيزو اړيکو په پراختيا باندې ټينګار وکړ .
ده دغه راز هيله وکړه چې  دافغانستان خلک په هغو ځواکمنيو او ظرفيتونوپه ډډې لګولو سره چې په وروستيو لسو کلونوکې يې ترلاسه کړي دي وکولاي شي دامنيت دتامينولو په ګډون په بيلابيلو برخو کې زيات مسووليتونه  په غاړه واخلي او دخپل هيواد دبيا جوړولو په لاره کې اوچت ګامونه واخلي .
وروسته دجمهور رييس مرستيال محمدکريم خليلي  دافغانستان له خلکواو دولت سره دفرانسې ددولت همکاري دقدر وړ وبللې او ددواړو هيوادونو ترمنځ ددوستانه اړيکو په پراختيا باندې دټينګار په ترڅ کې يې افغانستان او فرانسه په نړيوال ډګر کې ښه دوستان وبلل .
دجمهور رييس مرستيال څرګنده کړه چې دافغانستان دولت په څه دپاسه لسو کلونوکې دنړيوالې ټولنې په مرسته اوهمکاري  ښه ثبات او امنيت پيداکړى دى او دافغانستان دخلکو او دنړيوالې ټولنې دمتقابلو همکاريو تر سيوري لاندې دنويو ارزښتونو ساتنه شونې ده .
دجمهور رييس مرستيال له  ٢٠١٤ ميلادي کال وروسته دنړيوالې ټولنې دهمکاريو دوام ارزښتناک وباله او دافغانستان دنړيوالو همکارانو له خوا يې دهيواد دامنيتي ځواکونو په پياوړتيا او سمبالولو باندې ټينګار وکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته