امنیت

عاجل خبر

کابل باختر د غبرګولي شپږ ويشتمه :
دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دبدخشان ولايت ته نومول شوى والي په يوه هوايي بريد کې ووژل شو .
په دې هوايي بريد کې داتو تنو پاکستاني او تاجکي يرغلګرو په ګډون ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دبدخشان  ولايت ته په نومول شوي والي مولوي امام الدين تيره شپه دجرم ولسوالۍ په خستک کلي کې دده په پتڼځي کې بريد وشو .
دبدخشان ولايت امنيه قوماندان جنرال بابه جان دباختراژانس خبريال ته وويل مولوي امام الدين له افرادوسره يې دشير په نامه ديوه تروريست په کور کې ديو لړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت و چې دافغان پوځيانو له خوا هوايي بريد پرې وشو .
دبدخشان ولايت دپوليسو دغه مقام وايي چې په دې هوايي بريد کې داتو تنو پاکستاني او تاجکي يرغلګرو په ګډون ديارلس تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي . مولوى امام الدين په بدخشان کې دوروستيو بدامنيو  اصلي عامل بلل کيږي
ده دتروريستي بريدونوپه ترسره کولو او دملي اردو او پوليسو دسرتيرو په وژلو کې رول درلود .  افغان پوځي مقامات وايي چې دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دبدخشان ولايت لپاره نومول شوى والي مولوى امام الدين دپاکستان داستخباراتو  له سازمان اى اس اى سره نږدې اړيکې لرلې او تل يې  دغې ډلې ته دتروريستي بريدونو دترسره کولو لارښوونه کوله .  په  ده  دغه راز تور لګول  کيده چې په سلګونو تنه  بهرني تروريستان يې له کورنيو سره دبدخشان په ځينوسيموکې ديره کړي دي .  دبدخشان ولايت امنيه قوماندان دمولوي امام الدين وژل کيدل ددغه ولايت دامنيتي حالت په ښه والي کې ارزښتناک بولي تراوسه پورې دوسله والو طالبانو ډلې دخپل دغه جګپوړى قوماندان دوژل کيدو په باره کې څه نه دي ويلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته