جلال اباد باختر د غبرګولي نهمه :
دداعش دډلې درې ويشت تنه غړي په ننګرهار ولايت کې دنويو جګړو په بهير کې ووژل شول
په دغو داعشيانو دوروستيو څلور ويشتو ساعتو په بهير کې داچين ، هسکې مينې او دکوټ دولسواليو په مربوطاتو کې بريدونه شوي دي .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼى باختراژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې درې ويشت تنه داعشيان وژل شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دداعش دډلې دجنګي وسايلو څلور ډيپوګانې د هسکې مينې ، اچين او دکوټ په ولسواليو کې کشف شوې .
دننګرهار ولايت يوه پوځي خبرځاى وايي له دغو ډيپوګانو څخه يوه اندازه سپکې او درندې وسلې او چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ