فرهنګ

په خوست کې د استاد حکيم تڼيوال په نامه يو پارک ونومول شو

-متون باختر د لړم د میاشتې ۷ مه
په خوست ولایت کې د پروژې باغ اړوند پارک د شهید استاد حکیم تڼیوال په نامه ونومول شو.
استاد شهید حکیم تڼیوال د خوست ولایت  د تڼیو ولسوالۍ د حصارک په کلي کې زیږیدلى وو چې د وخت د حاکم نظام له خوا جرمني هېواد ته د زده کړو لپاره ولېږل شو ، او د المان هېواد اتحادي جمهوریت پوهنتون له سوسیالوجۍ پوهنځي څخه یې د لیسانس سند تر لاسه او په همدې کال کې د همدغه پوهنتون څخه یې په اړوند څانګه کې ماستري هم تر لاسه کړه.
شهيد تڼيوال د نورو دندو ترڅنګ په ۲۰۰۲ م کال کې د خوست ولایت د والي په توګه دنده ترسره کړې او همداشان په ۲۰۰۴ کال کې د کانونو او صنایعو د وزیر په توګه هم پاتې شوی دی له هغې وروسته دپکتیا د والي په توګه دنده ترسره کوله چې د یوه ځانمرګي برید ښکار شو .
د باختر اژانس د خبر له مخې:
په هغو مراسمو کې چې له همدې امله جوړه شوې وه،د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رېیس محمد امین شاه الفت وویل چې استاد د خوست نه بلکې د هېواد هستي وه ، چې زموږ ټولنې ته یې د علم په برخه کې ډیر څه په میراث پاتې دي.
په همدې حال کې د ولایت مقام په استازيتوب د بشري سرچینو رېیس نقیب الله بيا وویل چې ميړني مري،خو بيا يې هم نومونه تل ژوندي پاتې کېږي، ځکه چې د خلکو په زړونو کې ځانګړی ځای لري.
په ورته وخت کې ګڼو ویناوالو هم د شهید  استاد حکیم تڼیوال د کارنامو، او کړنو ستاینه وکړه او زیاته يې کړه چې استاد لومړنۍ کس وو چې په خوست ولایت کې یې د ادارې بنسټ کېښود او ددې ترڅنګ یې خوست ته پوهنتون هم را اتنقال کړ.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته