سیاست

قومي مشران د سيمې په امنيت کې به خپل مسووليت ادا کړي.

-ښرنه باختر د غبرګولي د مياشتې ۷ مه
قومي مشران ژمن دي چې د ښوونیز بهیر د چټکتيا او دامنیت د تامینو په برخو کې له دولت سره څنګ په څنګ دريږي.
دغه څرګندونې د پکتيکا ولايت د يحيی خېلو ولسوالۍ قومي مشرانو د دغه ولايت له والي محمد الياس وحدت  سره د کتنې په ترڅ کې وکړې.
مشرانو د خپلو ستونزو د شريکولو تر څنګ وویل چې له دولت سره په هره برخه کې همکار دي او زیاتوي چې د سیمې په ثبات کې به خپل مسووليت ادا کړي.
د پکتیکا والي د مشرانو او ځوانانو ملي احساس وستایه او د دوی د ملاتړه یې مننه وکړه.
وحدت زياته کړه چې، د خلکو په همکارۍ ستونزو ته د حل لارې پیدا کوي او پرمختګونو ته به لاره اواروي.
والي دغه راز له دغو مشرانو سره ژمنه وکړه چې ستونزو ته به يې د حل لاره پيدا کوي او د کار زمينې به ورته برابر وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته