فرهنګ

کابل_باختر د وري دمياشتې ٤مه:

کابل_باختر د وري دمياشتې ٤مه:
افغان ژورناليست سردار احمد چې د تېرې جمعې په شپه د کابل ـ سرينا پر هوټل په تروريستي برید کې شهید شو، د هغه سويډني ژورنالېست نږدې همکار و، چې د ۱۳۹۲ کال د کب د میاشتې په ۲۰ مه نيټه د وزيرمحمد اکبرخان په سیمه کې په مرموز ډول ووژل شو.
باخترآژانس ته په رسيدلوخبرونوکې ويل شوي دي:
سويډني ژورناليست او سردار احمد په کابل کې پر لبناني رستورانت د شوي تروریستي بريد پر موضوع کار کاوه، هغه پېښه چې د ۱۳۹۲ کال د مرغومي په ۲۶ مه نيټه رامنځته شوې وه.
د وزير محمد اکبرخان په سیمه کې پر لبناني رستورانت په تروریستي برید کې ۲۱ تنه بېګناه افغان او بهرني ملکي وګړي ووژل شول اوڅلورتنه نور پکې ټپیان شول.
د وري په څلورمه نېټه د کابينې غونډې، امنیتي ادارو ته دنده وسپارله چې د افغان ژورناليست او د هغه د کورنۍ د وژلو په اړه دې جدي او هر اړخیزې پلټنې وکړي، ترڅو دا په ډاګه شي چې آیا دغه پېښه د سویډني خبریال له وژنې سره تړاو لري که نه،؟ او نتیجه يې د ملي امنیت شورا او د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته