امنیت

په قند هار کې وروستى چاودنې په کويټه کې طرحه شوې وې.

کابلباختر د ثور٢٩
په قندهار ولايت کې مقامات وايي هغه چاودنې چې د تيرې جمعې په ماښام په قندهار ښار کې وشوې د کويټې شورا له خوا طرحه شوې وې.
ويل کيږي چې دغه چاودنې د عينو مينې په ښار ګوټي کې د خلکو په تفريح ځاى کې وشوې چې له ا مله يې پنځه تنه شهيدان او شپيته تنه نور ټپيان شول.
دقندهارد والي ويندوى جاويد فيصل باخترا ژانس ته وويل، دغه پيښې د وسله والو طالبانو دډلې له خوا دښخ کړاي شويو بمونو د چاودنې زيږنده دي
دقندهار ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالرزاق وايي په دې اړوند داسي اطلاعات په لاس کې لري چې دغه چاودنې دکويټى شورا له خوا نږدې دوه مياشتې مخکې طرحه شوې وې خو درې ځلې دامنيتي ځواکونو له خوا د هغو د اجرا کولو مخه نيول شوې وه
دقند هار ولايت مقاماتو ويلي دي چې ددغو چاودنو هدف د خلکو ترمنځ دويرې اوډار دفضا برابرول وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته