سیاست

د ولسي جرګې د شکایتونو د اورېدو کمېسیون د لغمان له والي سره وکتل

_مهتر لام باختر د لړم د میاشتې ۶ مه
د ولسي جرګې د شکایتونو د اورېدو کمېسیون یو ګډ پلاوی چې مشري یې حاجي محمد عارف طیب کوله نن لغمان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د لغمان والي عبدالجبار نعیمي سره د خپل کار په دفتر کې لیدنه وکړه.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه پر ځای شوې وه، طیب وویل چې لغمان ته یې د سفر موخه د دغه ولایت له امنیتي او انکشافی بهیر څخه د اګاهۍ تر څنګ په قرغیو ولسوالۍ کې د معلمینو د ښارګوټي پر وړاندې د پرتو خنډونو او ستونزو دقیقه څېړنه او ارزونه ده.
په ورته وخت کې د لغمان والي عبدالجبار نعيمې بيا له ورغلي پلاوي وغوښتل څو په قرغیو ولسوالۍ کې د معلمینو د ښارګوټي پر وړاندې شته خنډونو او ستونزو ته اساسي حل لاره پيدا کړي او ښوونکو ته ژر تر ژره دا زمینه برابره شي،چې په نښه شوي ځای کې خپلې استوګنیزې نمرې ابادې کړي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته