کابل باختر د لړم پنځه ويشتمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان په فارياب ولايت کې په يوه نښته کې ووژل شول .
دغه وسله وال طالبان پرون سهار په قيصار ولسوالۍ کې هغه وخت ووژل شول چې په يوه امنيتي پوستې بريد وکړ .
په فارياب ولايت کې دسيمه ئيزو پوليسو يوه قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې جګړه کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل دغه وسله وال طالبان په قيصار ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو په يوه پوستې دبريد په وخت کې ووژل شول .
ويل کيږي چې په دې جګړه کې سرتيرو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ