اقتصاد

کرنې وزارت په کونړ کې له نږدې ۳۰۰ بزګرانو سره مرسته وکړه

-اسعد آباد/ د زمري ۲۱مه/باختر
کرنې وزات د کونړ په دوو ولسوالیو کې له نږدې ۳۰۰ بزګرانو سره د لږ لګښت نغریو مرسته وکړه.
د دوو میلیونو افغانیو په لګښت دغه مرسته د ځنګلونو پرېکولو د مخنیوي او د لږ لګښت په موخه له ۲۹۵۵ بزګرانو سره مرسته وشوه.
د کونړ د والي مرستیال ډاکټر ګل محمد بیدار وایې: دغه مرسته به د پاک چاپیریال د رامنځ ته کېدو سربیره د ځنګلونو د وهلو په مخنیوي کې هم ګټوره ثابته شي.
په همدې حال کې د کرنې اومالدارۍ رییس نجیب الله وایي چې یاده مرسته یې د جیپ موسسې په مالي لګښت د اسمار او ماڼوګي ولسوالیو له بزګرانو سره وکړه او نورو ولسوالیو ته به هم په راتلونکې کې خپلې مرستې ورسوي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته