سیاست

د غزني پوهنتون دوو تنو استادانو د خپل ځان د حیثیت د اعادې غوښتنه وکړه

کابل – باختر د غبرګولې د مياشتې ٣١
د غزني ولایت د پوهنتون دوو تنو استادانو حبیب الله او نصیر احمد آرین چې څو ورځې وړاندې د غزني ولایت د ملي امنیت د څارنوالۍ له خوا د اداري فساد په تور لومړی نیول شوي او بیا يې سرونه خريیل شوي و؛ د شکایت په خاطر نن د اجرائیه ریاست له لومړي مرستیال انجنیر محمدخان سره وکتل.
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ:
استادانو د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال ته وویل: (( د څارنوالۍ له خوا د دوی د سرونو خريیل زموږ شخصیت ته سپکاوی او دا موږته یو جوړه شوې دسیسه وه او موږ د ځان د حیثیت داعادې غوښتوونکي یو.))
استاد حبیب الله وویل چې دوی نه په اداري فساد او نه هم په بله کومه قضیه کې ښکیل دي، دا دوی ته یوه له وړاندې پلان شوې دسیسه وه.
د ده په وینا: یوشاګرد درې کاله وړاندې هغه مهال چې سرور دانش د لوړو زده کړو وزیر و؛ په یوه مضمون کې ناکام شوی و، چانس یې له لاسه ورکړی و، خو بیاهم دغه وزیر ورته د آزموينې امر ورکړی و. کله چی کامیاب او بیا فارغ شو؛ نو د غزنی ولایت په پوهنتون کې د رئیس سکرتر مقرر شو او دوی دواړو استادانو ته یې د ملی امنیت په ریاست کې فرمایشي دوسیه جوړه کړه او دوی يې د قانون خلاف ونیول.
د دې ترڅنګ استاد نصیراحمد آرین هم ورته ادعا کوله او ویل يې چې دوی ته په قصدي توګه پلان جوړشوی و او د همدې پلان له مخې د غزني زندان ته په غیرقانوني توګه یوړل شول او سرونه يې وخريیل شول .
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمدخان د دوی د ستونزې د هر اړخیزې څیړنې غوښتنه وکړه او د لوړو زده کړو وزرات او لویې څارنوالۍ په دې اړه لازمې لارښوونې وکړې .#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته