کابل/ باختر/ د کب د مياشتې ۷ مه
دولس تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول .
په دغو طالبانو تېره شپه په خاکريز ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشو چې په ډار اچوونکوفعاليتونو بوخت وو .
د هېواد په جنوب کې داتل قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې د امنيتي ځواکونو په دغه بريد کې ۱۲ تنه وسله وال طالبان وژ شوي دي .
ده وويل چې دغه طالبان په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت و وچې بريد پرې وشو .
په يو بل خبرکې ويل شوي دي چې په قندهار ولايت کې دطالبانو دجنګي وسايلو دوه ډيپوګانې کشف شوې دي.
دغه ډيپوګانې د نېش او ميوند په ولسواليو کې د طالبانو په پټنځيو کې ساتل کېدې .
د قندهار ولايت يو امنيتي خبرځای وايي چې له دغو ډيپوګانو څخه يوه اندازه سپکې او درندې وسلې او چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي.
ختم_ج _ اکرم