کابل / دچنګاښ٢٣مه/ باختر:
څوارلس پوځيان په کندز ولايت کې تېره شپه د طالبانو په بريد کې شهيدان شول.
په دې پېښه کې درې يرغلګر ووژل شول او ٤ نور يې ټپيان شول.
د خبرونوله مخې؛ په لسګونو يرغلګر تېره شپه د چاردرې اوامام صاحب په ولسواليو کې د پوځيانو پر پوستو يرغل وکړ چې جګړه تر نن سهاره پورې دوام وکړ.
د کندز د والي وياند عصمت الله مرادي باختراژانس ته وويل: د طالبانو په دې بريد کې د ملي اردو او د ملي پوليسو ١٤ تنه سرتيري شهيدان شول.
هغه په دې جګړه کې د دريو يرغلګرو طالبانو وژل کېدل تاييدکړاو ويې ويل : ٤ نور يرغلګر ټپيان شوي دي.
داپه داسې حال کې ده، چې د بندي طالبانو د حکومتي پوځيانو د خلاصون بهيردوام لري اودواړه لوري د بين الافغاني خبرو لپاره چمتوکېږي.
ختم_ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل