سیاست

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير په کابل کې د جاپـــان له سفير سره وکتل

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٣١ :

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو  وزير صلاح  الدين رباني  نن په  کابل کې د جاپان له  سفير  هيرو شي تاکاهاشي سره   وکتل.

د بهرنيو چارو وزارت  د وياند دفتر باختر آژانس ته  خبر ورکړ .

په پيل کې د هېواد  د بهرنېو چارو وزير په  کابل کې د جاپان  له سفير سره دکتنې له امله خوښي  څرګنده کړه  او د هېواد د حالاتو،  وروستيو برياليتوبونو  او دافغانستان  د اسلامي جمهوريت  د حکومت د  سولې د هڅـــو په   باب   يې  خبرې وکـــړې.

د بهرنيو چارو  وزير  د افغانستان مهم ملاتړى ا وهمکار وباله   او په  بيلابيلو برخو کې  په تيرو کلونو کې  د دغه هېواد  د همکاريو له امله  مننه   وکړه .

وروسته  په کابل کې د جاپان سفير د بهرنيو  چارو  له وزير سره د کتنې له امله   خوښي څرګنده کړه او د کاري لومړيتوبونو  او د سولې اوثبات په لاره کې دافغانستان د اسلامي جمهوريت د حکومت د هلو ځلو په باب يې خپل  نظر  دبهرنيو  چارو  له وزير  سره  طرحه  کـــړ.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته