کابل باختردکب دمياشتې١٢ نيټه :
دجوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ پوليسو نن دوه تنه ديوه اتلس کلن ځوان دوژنې په تور ونيول .
د جوزجان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سمونوال عبدالحفيظ خاشي باخترآژانس ته وويل ؛ دغه ځوان چې نوى له ښوونځي څخه فارغ شوى و ، دشبرغان ښار دعرب خانې دکلي د دوو تنو اوسيدونکو له خوا دچړو په ګوزارونو سره وژل شوى و.
خاشي زياته کړه نيول شويو کسانو په ابتدائي تحقيقاتو کې په خپل جرم اعتراف کړى دى خو د وژنې علت تراوسه پورې نه دى روښانه شوى او پوليسو په دې باب څيړنې پيل کړي دي. پاى جذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ