امنیت

د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې ١١٠ وسله وال وژل شوي دي

کابل باختر د غويي د مياشتې ١٨ مه
د تېرو څلورویشتو ساعتونو په اوږدو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو او هوایي بریدونو په پایله کې د وسله والو طالبانو د ١١ سيمه يېزو قوماندانانو په ګډون ۱۱۰ تنه وسله وال مخالفان وژل شوي، ۵۰ تنه ټپیان شوي او ۱۰ تنه نور ژوندي نيول شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:
دغه چاڼيز عمليات د لغمان، کاپیسا، غزني، لوګرروزګان، قندهار، بادغیس، بلخ، بدخشان، فاریاب، بغلان او د هلمند د ولایتونو په مربوطاتو کې ترسره شوي دي.پاى_ ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته