ورزش

مډال راوړونکي ورزشکاران وستايل شول

کابل باختر دوري دمياشتې ٨:
د بدنې روزنې او سپورت رياست نن مډال راوړونکي ورزشکاران وستايل. دباخترآژانس دخبرله مخې :
په  هغې غونډه  کې چې په همدې مناسبت په دغه رياست کې جوړه شوې وه، دبدني روزنې اوسپورت لوى رئيس همايون خيري د رزمي ورزش اتل  بازمحمدمبارز چې څه موده مخکې يې خپل روسي سيال ته  ماتې ورکړه، د موتاى ورزشکاران چې له آسيايي سياليو څخه يې د سرو زرو، سپينو زرو او د ژيړومډالونه ترلاسه کړل او هم د بايسکل ځغلولو د ملي ټيم ورزشکارې نجونې چې د نوبل د جايزې نوماندې شوې دي، وستايلې.
په دې غونډه کې د جمهوري رياست لومړي معاونيت د وريښمو يوه ٦ مترۍ افغاني غالۍ د سوغات په ډول باز محمد مبارز ته ورکړه.
ټاکل شوې ده باز محمدمبارز د روان ميلادي کال د مې د مياشتې په ٨ نيټه چې د روسيې د خپلواکۍ له ورځې سره سمون خوري، له خپل روسي سيال سره مبارزه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته