نړۍ، د غبرګولي ۲ مه، بهرنۍ رسنۍ
درې اروپایي هېوادونو هسپانیا، ناروې او ایرلنډ نن چهارشنبې د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندنې اعلان وکړ.
د ناروې لومړي وزیر یوناس ګوهر ویلي، چې ځینې نور اروپایي هېوادونه هم د فلسظین رسمیت پېژندلو ته تیار دي.
مخکې تر دې ځینو نورو هېوادونو هم د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلی او دغو درې اروپایي هېوادونو د اسرایلو له خبرداري سره سره دغه اقدام کړی دی.
د ناروې او هسپانیا لومړي زویرانو ویلي، چې دغه پرېکړه د روانې مې میاشتې له ۲۸ مې نېټې د پلي کېدو وړ ده.
مخکې تر دې ځينو نورو هېوادونو هم د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلی دی.