ټولنه

په لومړنيو خدمتونو دبدخشان دکوچيانو نه لاسرسۍ

کابل باختر د کب دولسمه :
په بدخشان کې دکوچيانو دچارو دتنظيم رياست وايي چې په دغه ولايت کې  کوچيان په روغتيايي او روزنيزو خدمتونو او په نورو لومړنيو اسانتياو لاسرسۍ  نه لري .
دبدخشان ولايت دکوچيانو مسوول محمد يوسف  زاهد باختراژانس ته وويل چې څه دپاسه پنځه زره کوچي کورنى په دغه ولايت کې استوګنه لري اوپه کال کې اووه زره عبوري کوچي کورنى دغه ولايت ته تګ راتګ کوي
په بدخشان کې دکوچيانو مسوول وويل چې په دغه ولايت کې زياتره کوچيان دګجر ،  قرغيز او دبلوڅانو له  قومونو څخه دي چې دهغوى ژوند په مالدارى  اوښکار پورې اړه لري . 
دکوچيانو  دادارې رييس وويل چې په تيرو کلونو کې دکوچيانو دچارو دادارې  په تشکيل کې  ګرځنده روغتيايي ټيم شتون درلود خو په وروستيو  کلونوکې ګرځنده روغتيايي ټيمونه ددغې ادارې له چوکاټ څخه حذف شوي دي
دبدخشان په ولايت کې دګجر قوم يو مشر وايي چې په لومړنيو دولتي خدمتونو دکوچيانو لاسرسۍ ډير ناڅيز  دى او تراوسه پورې  ددغې ستونزې دلرې کولو لپاره اغيزمن اقدامات نه دي شوي .
  ختم- عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته