امنیت

حامدکرزی : طالبانو ته د اسلام د تخریب او بدنامولو وظیفه ورسپارل شوې ده

کابل باختر دوږي دمياشتې ١٤ :
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د غزني ولایت پر جید دیني عالم مولوي نورالحق هغه تروریستي برید په کلکو ټکو وغانده چې له امله یې مولوي نورالحق او د هغه دوه زامن په شهادت ورسېدل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
حامدکرزي د دغه برید په محکومولو سره وویل : طالبانو ته د هغوی د بهرنیو بادارانو لخوا د اسلام د تخریب او بدنامولو وظیفه ورسپارل شوې ده . طالبانو ته دا دنده ورکړل شوې ده چې پر جوماتونو او د خلکو پر دیني مراسمو بریدونه وکړي او د افغانستان جید دیني علما شهیدان کړي.
ده زیاته کړه ،  لکه څنګه چې موږ پخوا هم ویلي دي، طالبان به د خپلو دغو غیر اسلامي او وحشي اعمالو د ترسره کولو په خاطر  په دې دنیا کې افغان مسلمان ولس ته ځواب ورکوونکي وي او په آخرت کې به د لوی خدای له عذاب سره مخامخ شي.
حامدکرزی د شهید مولوي نورالحق کورنۍ ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کوي او د لوی خدای (ج) له دربار څخه ورته د جمیل صبر غوښتنه کوي.
د غزني د والي د دفتر د معلوماتو له مخې، تېره شپه طالبانو په غزني کې د ۸۵ کلن جید دیني عالم  مولوي نورالحق په کور باندې برید وکړ او دغه دیني عالم او د هغه دوه زامن یې شهیدان کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته