امنیت

په بدخشان کې د طالبانو بريدونه په شا وتمبول شول

کابل / د وږي ۲۴ مه / باختر
د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې تېره شپه د وسله والو طالبانو بريدونه د١٧ طالبانو په وژل کېدو سره په شا وتمبول شول.
د ٢١٧ پامير قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په استولو سره ويلي دي چې دغه وسله وال طالبان هغه ووخت ووژل شول چې په جرم ولسوالۍ کې د پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې پر وسله والو طالبانو له هوا او ځمکې څخه بريدونه وشول چې په پايله کې ١٧ وسله وال طالبان ووژل شول چې په وژل شويو کې بهرني اتباع هم شامل دي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې ده چې په نښته کې د سيمه ييزو پوليسو درې سرتېري شهيدان او ٤ نور يې ټپيان شول.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته