کابل / دغبرګولې ٢٨مه / باختر :
دباختراژانس سابقه لرونکې او متقاعد کارکوونکې پروين رفيقي پرون دهغې ناروغى له امله چې ورپېښه شوې وه ، د ٥٨ کلنى په عمر په کابل کې په حق ورسېده .
پروين رفيقي نږدې څلويښت کاله دازادي په مطبعه او باختراژانس کې کاروکړ پروين رفيقي رښتينې ، هڅانده او مهربانه کارکوونکې وه او په صداقت يې خدمت وکړ او دخپلو همکارانو ترمنځ له محبوبيت او ځانګړي درناوى څخه برخمنه وه .
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت اودباختراژانس درياست مشرتابه دپروين رفيقي دمړينې په خاطر دخپلې خواخوږى او غمشريکي مراتب دارواښادې کورنى او خپلوانو ته څرګندوي . او دالله ( ج ) له دربار څخه هغې ته دفردوس جنت اوپاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوي .
ختم_ ج _ اکرم
1 د یوې دقیقې څخه لږ