هانوي د روسي زې غږ باختر د لړم دمياشتې ٢١:
د روسيې جمهور رييس ولاديمير پوتين ديو ورځنې سفر لپاره دويتنام پايتخت هانوي ته رسيدلى دى .
دخبرونو له مخې : دانرژۍ دتامينولو په عرضه کې همکاري او دغه راز دوسلو دپيرودلو قرارداد د دوو هيوادونو د رهبرانو دخبرو داجندا په سر کې ځاى لري .
په دې کتنه کې پوتين د ويتنام له جمهور رييس سانګ تان او نورو رهبرانوسره
به خبرې وکړي .
په اوس وخت کې ويتنام خپلې ټولې وسلې له روسيې څخه پيري.
په ١٩٩١ ميلادي کال کې دواړه هيوادونه يو دوه اړخيز ستراتيژيک قرار داد چې د پخواني شوروي اتحاد په دوران کې له منځه تللى و له سره لاسليک کړ .
0 د یوې دقیقې څخه لږ