امنیت

شل تنه ښځينه بنديانې له بند څخه ازاد شوې

کابل -باختر  د وږي  ديارلسمه
  دکابل دبادام باغ  جيل څخه شل تنه ښځينه  بنديانې نن ازادې شوې .
دباختر اژانس دخبر له مخي،  دغه ښځې  دزمري دمياشتې داته ويشتمې نيټې دهيواد دخپلواکې دبيرته ترلاسه کولو دکاليزې او دنيکمرغه  کوچني اختر له امله دافغانستان داسلامي جمهوريت  دجمهور رييس حامدکرزي د ٤٥ ګڼه فرمان له حکم  سره سم ازاد شوي دي .
  دبنديانو د دوسيو دڅيړنې دکميسيون رييس عزيز الله سرور دباختر اژانس خبريال ته وويل: دبادام باغ په ښځينه  جيل کې  ١٩٣ تنه شپې سبا کوي چې شل تنه يې ددغه فرمان له ښيګڼو څخه په استفادې  سره ازادې شوې او دنهه ويشتو  تنو نورو دبند په موده کې تخفيف  راغلي دي
دده دڅرګندونو له مخي،  په هيوادکې د ښځينه  بنديانو شمير  ٥٠٠  تنو ته رسيږي چې دګاونډيو هيوادونو په پرتله ټيټ شمير دي او دا ددې څرګندوي دي چې په  هيواد کې دښځو ترمنځ دجرمونو کچه ټيټه ده .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته