امنیت

په ننګرهار کې د ډاراچوونکو د جنګي وسلو دڅلورو ډيپوګانو کشف

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٣٠ :
په ننګرهار ولايت کې د ډاراچوونکو دجنګي وسايلو څلور ډيپوګانې کشف شوې دي دوسلو دغه  ډيپوګانې  دهسکې مينې  ،کوټ او خوږياڼيو  په ولسواليو کې دداعش ډلې او طالبانو په پټنځايونو کې ساتل کيدې.
دافغانستان  په ختيځ کې دپوليسو يوجګپوړي مقام باختر آژانس ته وويل :
له دغو ډيپوګانو څخه په لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل  اويوه اندازه چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
ده وويل  :  وسله والو طالبانو له دغو  جنګي وسايلو څخه په  ډار اچوونکو بريدونو کې استفاده کوله .
ويل کيږي چې ددغو جنګي وسايلو دساتنې په تور څوک نه دي نيول شوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته