ټولنه

په پکتيا کې ١٤٠٠ تنو دښوونکو داستخدام په ازموينه کې ګډون وکړ .

کابل باختر د ثور لسمه :
په پکتيا ولايت کې يو زرو څلور سوه دښوونکو په پستونوکې دشموليت ازموينه ورکړه .
دپکتيا ولايت دپوهنې  رياست سرپرست کوچي ځاځي  باختراژانس ته وويل دازموينې برخه وال چې دليسانس ، څوارلسم پاس ،  په سويه او ددولسمو ټولګيو فارغان دي چې دوه سوه تنه يې نجونې وې . او ټاکل شوې ده درې سوه تنه يې ددغه ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليو کې دښوونکو په توګه جذب شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته