امنیت

دهرات په ښار کې دصرافي په يوه بازار ديرغلګرو بريد .

کابل باختر  دلړم  اوومه :
يوې ډلې وسله والو کسانو نن دهرات ښار دصرافي پريوه بازار بريد وکړ .
وسله والو يرغلګرو غوښتل چې دصرافي دڅو دوکانونو زياتې پيسې لوټې کړي خو دصرافانو  دغبرګون  له امله په دې کار بريالي نه شول .
درارسيدلو خبرونو له مخې  يرغلګرو دصرافي په دغه بازار  دبريد په وخت کې  په هټيوالو  ډزې وکړې چې په پايله کې  درې تنه  صرافان ټپيان شول .
دهرات ولايت دپوليسو وياند عبدالروف احمدي له باختر اژانس سره  دخبروپه وخت کې  دصرافي  په دغه بازار  دناپيژاندو وسله والو کسانو بريد تاييد کړ او ويې ويل چې امنيتي  کارکوونکو دځانګړو عمليات په ترڅ کې  يويرغلګر نيولى دى .
ده وويل  چې دنورو يرغلګرو  دپيژندلو  او نيولو لپاره هڅې روانې دي ،
په هرات کې پر پانګه والو بريدونه زيات شوي دي .
هغه صرافان چې نن ددغو وسله والو کسانو له خوا پرې بريد شوى په هرات کې دامنيتي  حالت له امله  انديښنه لري  هغوى وايي  چې دولت بايد د ښاريانو  په تيره بيا دپانګه والو د مال او سرپه ساتلو کې  زياته هڅه وکړي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته