امنیت

درې څلويښت تنه دهېواد په بيلابيلو سيموکې ووژل شول

-کابل باختر د غبرګولي پنځمه :
په تيرو څلور ويشتو ساعتو کې دهېواد په بيلابيلو سيمو کې درې څلويښت تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. دغه ډار اچوونکي دهېواد دملي دفاعي او امنيتي ځواکونو دعملياتو په بهير کې ووژل شول په دغه عملياتو کې دغه راز اتلس تنه ډار اچوونکي ټپيان او دوه تنه نور يې ونيول شول
دهېوادددفاعي او امنيتي ځواکونو دغه ګډ عمليات دهوايي او توپچي قوتونو په ملاتړ دننګرهار ، لغمان ، کاپيسا ، پکتيا ، پکتيکا ، خوست ، غزني ، قندهار ، روزګان ، بادغيس ، هرات ، فراه ، کندز ، فارياب ، بغلان ، بدخشان او دهلمند دولايتونوپه مربوطاتو کې ترسره شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دطالبانو دډلې درې تنه سيمه ئيز قوماندانان هم په وژل شويو کسانوکې شامل دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته