-کابل باختر د لړم پنځه ويشتمه :
په ننګرهار ولايت کې يوه اندازه نشه يي توکي کشف شول .
د نشه يي توکو له انډى څخه څلور سوه کيلوګرامه چرس ترلاسه شوي دي
درارسيدلو خبرونوله مخې : دغه نشه يي توکي چې پرون سهار دجلال اباد _ تورخم په لويو لارو کې مارکو بازار ته ليږدول دامنيتي مامورانو له خوا کشف او ترلاسه شول .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل: چې دنشه يي توکو له دغه انډي څخه څلور سوه کيلوګرامه چرس ترلاسه شوي دي .
ده وويل : قاچاق وړونکو دنشه يي توکو انډي په مهارت سره په يوه سراچه موتر کې ځاى پرځاى کړي و اوغوښتل يي مارکو بازار ته وليږدوي .
ويل کيږي دپوليسو دعملياتوپه وخت کې قاچاق وړونکو په تيښتې بريالي شول او ددوى د پيژندني او نيولو لپاره هلې ځلې دوام لري .
1 1 دقیقه لوستل