امنیت

په افغانستان کي دوسله والو طالبانو د دريو تنو سيمه ئيزو قوماندانانو وژل کيدل

کابل باختر د لړم اتمه
په افغانستان کي دپوځي عملياتو په بهير کې دوسله والوطالبانو درې تنه سيمه ئيز قوماندانان ووژل شول .
دغو قوماندانانو نن سهارکله چې ديو لړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت و دقندهار ، هلمند او دپکتيکا دولايتونو په مربوطاتو کې ددوي په پټنځايونوکې دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونو له خوا بريد وشو او و وژل شول .
باختر اژانس  دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې دغو قوماندانانو په خپلو سيموکې دځينو تروريستي بريدونو درهبري مسووليت په غاړه درلود .
ويل کيږي چې په دغو عملياتوکې څو تنو نورو جګړه مارو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
  ناټو وايي چې په دغو پيښو کې دوسله والوطالبانو په لسګونو سپک اوجنګي وسايل او په سلګونو کيلوګرامه چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته