امنیت

په ننګرهارکې له ۲۲ جګړه ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه

جلال اباد باخترد زمري د میاشتې ۲۴ مه
په ننګرهار کې له دوه ویشت جګړه ځپلو کورنیو سره د کار او ټولنيزو چارو رياست له خوا د پنځه زره او پنځه سوه امریکایي ډالرو په لګښت د خوراکي او غېرې خوراکي توکو مرسته وشوه.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي باختر اژانس ته وویل دغه مرسته د اچین،چپرهار،هسکې مینه،خوږیاڼو،سره رود،غني خیلو، بټي کوټ او پچیراګام ولسوالیو له  ۲۲ داخلي جګړه ځپلو کورنیو سره شوه.
د خوږياڼي په وينا په ترسره شوې مرسته کې هرې کورنۍ ته د ۲۴۰ امریکایي ډالرو په لګښت توکې ورکړل شول.
د زياته کړه چې دغه راز د اقتصادي پياوړتيا په موخه له دريو کورنيو سره د دريو غواګانو مرسته وشوه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته