سیاست

د مشرانوجرګې رییس د افغانستان لپاره د قطر له لومړني سفیر سره وکتل

کابل / باختر/ د وږي١٣مه
د مشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یار نن د ملي شورا په مقرکې د افغانستان لپاره د قطر له لومړني سفیر سعیدمبارک الخیارین الهاجري سره وکتل.
د مشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په کتنه کې په هېواد کې د سولې د ټینګښت، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دخبرو اترو د څرنګوالي، د هوايي خطوطو د رامنځ ته کېدو، قطر ته د زراعتي حاصلاتو او لاسي صنایعو د صادرېدو او افغان محصلینو ته د تحصیلي بورسونو د ورکولو په اړه بحثونه وشول.
لومړی ښاغلي الهاجري وویل چې هېواد یې لیوال دی د افغانستان زراعتي محصولات او لاسي صنایع په ځانګړې توګه غالۍ چې لوړ کیفیت لري، وارد کړي او د دې ترڅنګ د قطر پانګه وال غواړي په بېلابېلو برخوکې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
دقطر سفیروویل: چمتو یوو چې په ملکي او نظامي برخوکې افغان محصلینو ته تحصیلي بورسونه ورکړو.
هغه د مجلس له رییس څخه وغوښتل چې د هوايي خطوطو د رامنځ ته کېدو په اړه د شته ملحوظاتو د حل په موخه همکاري وکړي چې له دې لارې د سوداګرۍ په برخه کې لازم آسانتياوې رامنځ ته شي.
ورپسې د مشرانوجرګې رییس فضل هادي مسلم یار د خپلو خبرو پرمهال په کابل کې د قطر د سفارت له پرانیستل کېدو څخه د خوښۍ ترڅنګ وویل: تپل شوې جګړې د افغانستان د خلکو لپاره د زياتو دردونو سبب شوې دي او افغانان تربل هر وخت د یوې با عزته او تلپاتې سولې چې په هغې کې یې حقونه خوندي او د وروستیو کلونو لاسته راوړنې په پام کې نیول شوې وي؛ غوښتونکي دي.
د مجلس رییس د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو ته په اشارې سره وویل: تمه لرو قطر چې د افغانستان د دولت او خلکو ملګری دى؛ له خپل نفوذ څخه په کاراخیستلو طالبان وهڅوي چې له افغان دولت سره خبرو ته حاضرشي چې دسولې خبرې مثبتې پایلې ولري.
د مشرانوجرګې رییس ډاډ ورکړ چې دکابل- دوحې ترمنځ د هوایي خطوطو د رامنځ ته کېدو په اړه به هڅې وکړي.
پاى/ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته